سره لدې چې په وروستیو څو ورځو کې لسګونه ترجمانان او د هغو کورنۍ د آسټرالیایي ځواکونو لخوا متحده عربي آماراتو او تر هغه وروسته آسترالیا ته انتقال شوي، تر اوسه هم په آسټرالیا کې داسې ترجمانان پاتې دي چې په افغانستان کې یې له آسټرالیایي ځواکونو سره کار کړی.
د اس بي اس شبکې ته راپور رسېدلی چې ۲۲ ترجمانان او د هغوي د کورنۍ غړي تراوسه پورې په افغانستان کې پاتې دي او د خوندیتوب احساس نکوي.
تېره ورځ یو شمېر دغو ترجمانان په یوه نا معلومه ځای کې په لاریون لاس پورې کړی وه او د آسترالیا له حکومت څخه یې غوښتنه درلوده ترڅو دوي ته هم ویزې ورکړل شي.
یو تن لاریون کوونکي چې د امنیتي ستونزو له امله یې هویت نشو افشا کولی اس بی اس پښتو راډیو ته ویلي چې اوسمهال په ډېرو مشکلاتو سره ژوند کوي.
دغه ترجمان وايي چې د طالبانو لخوا ترجمانانو ته په بده سترګه کتل کېږي او یو شمېر په مرګ هم ګواښل شوي دي.
" ژوند ډېر سخت شوی دی، ورځ تر بلې پورې مشکلات ډېرېږي. مونږ نشو کولای په آزادانه توګه خپل ماشومان مکتب ته ولېږو یا بهر ولاړ شو په آزاده توګه کار وکړو."
" په ډېره وېره او ډېرو مشکلاتو کې ژوند کوو."

دغه ترجمان چې د امنیتي ستونزو له امله نشو کولای د هغه هویت افشا کړو د آسټرالیا له حکومت څخه غوښتنه لري ترڅو د آسټرالیا سفارت د امنیتي ګاردانو په څېر دوي ته هم ویزې ورکړل شي ځکه دوي په ډېرو سختو شرایطو کې له آسټرالیايي ځواکونو سره په اروزګان ولایت کې کار کړی دی.
د آسټرالیا حکومت یو شمېر هغو کسانو ته چې د افغان لي په پروګرام کې مستحق ندي پېژندل شوي، د بشردوستانه پروګرام له لارې لنډمهاله ویزې ورکړي، مګر دغه ترجمانان غواړي ترڅو د آسټرالیا حکومت د محلي کارکوونکو پروګرام له لارې ویزې ترلاسه کړي.
تاسو کولای شئ، پدې اړه لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.





