اسټراليا کې افغان لوبډلې هند لوبډلې ته پای لوبه کې ماتې ورکړه

Source: AAYA
د اسټراليا سيدني ښار کې د څو کلتوريز کريکټ سيالي پر مخ اچول شوې وه په کوم کې چې د شاوخوا شپږو هيوادو لوبډلو ګډون کړی وه. ياد کريکټ سيالۍ کې د افغانستان لوبډلو ترڅنګ، له هند، پاکستان، سريلانکا، بنګله ديش او فيجي هيوادو لوبډلو برخه اخيستې وه. پای لوبه د يکشنبې په ورځ د اسټراليا سيدني ښار کې د افغان لوبډلې جانز او د هندې لوبډلې جمو ترمينځ وشوه. افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه. د هند لوبډله ونه توانيده چې ياد ټاکل شوي هدف ته ورسيږي او ټوله لوبډله په ۲۰ اورنو کې ۱۶۲ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي يې وسوځيدل. ياد کريکټ ټورنمنت د افغان اسټراليايي ځوانانو ټولنې په نوښت جوړ شوی وه. تاسو ته مو د افغان لوبډلې بريا او هم د پای لوبې د ورځې بشپړ رپوټ برابر کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول