د روان کال اګست مياشت ۱۵ نيټه افغانانو او نړۍ لپاره يوه نه هيريدونکې ورځ وه ځکه په همدې ورځ د افغانستان جمهوري نظام ړنګ، پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هيواد پريښود او طالبان واک ته ورسيدل.
د طالبانو واکمنۍ سره زرګونه کسان له نظامي الوتکو سره له کابل څخه وويستل شول او نورو ترڅنګ ځينو خبريالانو او د طالبانو منتقدينو خپل ځان او کورنۍ ژوند ته خطر له امله په نورو هيوادونو کې پناه واخيستله.
د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون پخوانی خبريال خالد اميري له خپل کورنۍ سره اسټراليا ته راغلی او اسټراليا خپل دويم کور ګڼي.
اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال ښاغلي وويل، هيچا دا سوچ نه کاوه چې افغانستان کې به داسې حالت راځي او نوموړی خلک نه ملامتوي چې افغانستان پريږدي.
ښاغلي اميري، له اسټراليايي چارواکو سره تر نږدې اړيکو وروسته خپل ځان او کورنۍ ته د اسټراليا ويزې ترلاسه او کابل هوايي ډګر له لارې له کړاونو وروسته وتوانيد اسټراليا کې ميشت شي.
ښاغلی اميري غواړي په اسټراليا کې انګليسي ژبو رسنيو سره کار او هم خپل زده کړې وکړي.
د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون پخواني خبريال له خولې د پخواني حکومت ړنګيدلو او له کابل څخه تر اسټراليا د ښاغلي اميري سفر واورئ.




