اسټراليا کې يو افغان خپل بل افغان ملګری وواژه

Ibrahim Hotak

Ibrahim Hotak Source: Ibrahim Hotak fb

د اسټراليا اډيليډ ښار اوسيدونکی ابراهيم هوتک ادعا کيږي چې د خپل بل افغان ملګري لخوا وژل شوی.


ابراهيم هوتک د اډيليډ ښار اوسيدونکی وه او شاخوا پينځه کاله مخکې خپلې کورنۍ سره اسټراليا ته راغلی وه.

۲۸ کلن ابراهيم څلور ماشومان درلودل او ميرمن يې پر پينځم ماشوم اميندواره ده.

د ابراهيم پر ملګري چې د قتل ادعا کيږي دا مهال د پوليسو بند کې دی او د قتل څرنګوالي پلټنه روانه ده.

د ابراهيم يو نږدې ملګری راز محمد چې مقتول يې له نږدې پيژانده اس بي اس پښتو خپرونې ته وويل چې د ابراهيم وژنه ټولې افغاني ټولنې ته يو ستره ضايع ده او ابراهيم د ډيرو ښو اخلاقو خاوند وه.

د ابراهيم ملګري باندې ادعا کيږي چې ابراهيم يې خپل موټر کې له اډيليډ مرکزي ښار څخه لرې د سيل په بهانه وړلی او وروسته يې له تبر سره پرې ګوزارونه کړي او وژلی دی.

Ibrahim Hotak
Ibrahim Hotak Source: Ibrahim Hotak fb

د ابراهيم هوتک نږدی دوست راز محمد وايي چې دواړه ابراهيم او هغه ملګری چې پرې د قتل ادعا کيږي له اسټراليايي ځواکونو سره يې افغانستان کې کار کړی او د اسټراليا ژباړونکو ويزو پروګرام لاندې دواړه يو وخت کې اسټراليا ته راغلي ول.

ابراهيم د خپلې کورنۍ يواځينی کس وه چې لږښتونه يې برابرول او پدې وروستيو کې د هغه دوه واړه ورونه او مور يې د بشري مرستې ويزې لاندې اسټراليا ته راغلي.

د يادې پيښې لا نور تفصيل د ابرهيم له يو نږدې دوست راز محمد څخه واورئ.

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now