د آسټرالیا په سیډني ښار کې د موسیقۍ د ثبت شرکت 'Worlds Within Worlds' د جلا وطنه افغان هنرمندانو د موسیقۍ البوم خپور کړ.
دغه نوی البوم 'په جلاوطنۍ کې افغان موسیقي: مشهد ۲۰۲۲ ' په نوم یادېږي.
د جلاوطنه افغان هنرمندانو د موسیقۍ البوم د هسپانیوي موسیقي غږونکي، مېچل کاسکو او آسټرالیایي پروډیوسر، لاک لېن آر ډېل په کډه هڅه تولید شوی دی.

د دغه البوم پروډیوسر مېچل ګاسکو وايي چې دغه نوی البوم د روان کال د جون په ۲۳ نېټه خپور شوی او تېرکال یې هم د نسیم خوشنواز یو البوم پروډیوس کړی وه.
هسپانیوی موسیقي غږونکی او د مستند فلمونو جوړونکی، میچل ګاسکو شاوخوا ۱۰ کاله کېږي چې له افغان هنرمندانو سره کار کوي، په ځانګړې توګه له هغو موسیقي غږونکو سره چې د ایران په مشهد ښار کې مېشت دي.ښاغلی ګاسکو وايي چې لومړی ځل وروسره یو چا په ۲۰۰۶ د هرات د رباب یو البوم شریک کړی او هېڅ باور یې نه راته چې څومره ښکلی وه.
ښاغلی ګاسکو وايي، د رباب له اورېدلو وروسته په ۲۰۱۲ کال کې د ایران مشهد ښار ته تللی ترڅو له افغان کډوالو رباب زده کړي. نوموړی له یاد سفر وروسته هرکال څو میاشتې له افغان هنرمندانو سره تېروي ترڅو د رباب د زده کړې ترڅنګ په ځینو پروژو کار وکړي.

میچل ګاسکو وايي له افغاني موسیقۍ سره مینه لري او د رباب له زده کولو وروسته یې ژوند بدل شوی دی.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.



