د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي د ټاکنو نتایج باید په ټاکلي وخت اعلان شي

Source: Outlook
د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي، د انتخاباتو لومړني نتایج باید په ټاکلي وخت اعلان شي. د دوې په وینا، که چیرې د رأیو د بیا شمېرنې بهير پرمهال شفافیت په پام کې ونه نېول شي د رائیو نتایج به خلکو ته د منلو وړ نه وي. په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رأیو د بیا شمېرنې بهير د چټکتیا لپاره د ۷۰ ټيمونو شمېر ۲۰۰ ته لوړ کړی. خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، کمیسیون د ګوندونو او نوماندانو له استازو پرته رایئ شمېرنه پیل کړې چې دا د قانون خلاف عمل دی. پدې اړه تفصیل د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ:
شریکول