اسټراليا کې د ځنګلونو اور د ۲۰۱۹ کال جون مياشت څخه پيل شوی چې تر دې دمه ندی مړ شوی.
د اسټراليا بيلابيلو ايالتونو کې د ځنګلونو اور د خلکو کورونو او ژوند ته خطر پيښوي.
له جون مياشت راهيسې د استراليا ځنګولونو اورونو نږدې ۱۹ ميليونه هکتاره ځمکه سوځولې او تر ۵۹۰۰ ودانۍ هم د اور له وجې ويجاړې شوي.
د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو اور ډيره کې د نيو ساوت ويلز سيمه ځپلې چې زرګونه کسان د اور له امله بې کوره شوي او له ۲۰۰۰ ډير کورونه سوځيدلي.
د اسټراليا ځنګلونو اور ډيره کې همدې روان کال کې د ځينو اور وژونکو او عامو خکو وژل کيدو وروسته د بهرنيانو او هم اسټراليايانو ډير پام ځانته کړ.
د خلکو ترمينځ يو ملي احساس راژوندی شو او اسټراليا کې بيلابيلو ټولنو په مرستو راټولول پيل وکړ.
اسټراليا کې افغان ټولنې هم په بيلابيلو برخو کې له اور وژنې ادارې سره يا دمخه مرسته کړې او يا هم مرستو ټولولو کې بوخت دي.
تيره يکشنبه د افغانستان سولې بنسټ يا APF د استراليا سيدني ښار کې يوه غونډه جوړه کړې وه چيرې چې يادې ټولنې د افغاني ټولنو نورو استازو سره يوځای د مرستو غوښتنه وکړه.
د افغانستان سولې بنسټ مشرې طاهره جهانبين له اس بي پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، "له اسټراليا سره دا مهال مرسته زمونږ اخلاقي او هم انساني دنده ده."

د اور وژنې ادارې سره مرستې لپاره جوړې شوې غوندې کې يو بل فعال ځوان مسعود ابراهيم هم ګډون کړی وه.
مسعود له اس بي اس سره خبرو دوران کې وويل.. زه د قرضو او يا مورګيج کاروبار مخته وړم ولې د کاروبار ترڅنګ د ټولنې خدمت پر وړاندې هم مسوليت لرم.
ښاغلي وويل، زما ملګري له لګيدلو اورونو څخه اغيزمن شوي او ما هم ځينو اغيزمنو شوو سيمو ته سفر کړی نو ځکه د يادې غوندې يو له مهمو مرسته کوونکو څخه وه.
د bushfire appeal په نامه جوړې شوې غونده کې ډيرو رضا کارو ګډون کړی وه.

د غوندې يو بل ملاتړی محسن جويان وه چې خپل د ژوند حالت دی اړ کړ ترڅو لدې غوندې سره مالي مرسته وکړي.
محسن جويان د asanlife.com په نامه يوه ويبپاڼه هم جوړه کړې کوم چې اسټراليا کې نوو راغلو مهاجرو ته د ميشتيدنې خدمتونه وړاندې کوي.
ښاغلی جويان وايي، "زه خپله د کور له لاسه ورکولو درد حس کووم ځکه چې ډيرو افغانانو خپل کورونه له لاسه ورکړي نو له همدې امله مونږ اسټراليا سره چې اوس مو دويم هيواد دی مرسته کوو."

د غوندې يوه مهمه برخه د موسيقي غږول يا کنسرټ وه چې د ايمل اوريا نيستان موسيقي ګروپ لخوا پر مخ واچول شو.
د غوندې رسمي ويناوو وروسته ايمل اوريا راغلي ميلمانه له خپلو ښکلو سندرو سره ونازول.

د غونډې يوه بله فعاله غړې او تنظيم کوونکې ارزو سافی وه.
ارزو سافي چې خپله تازه فارغه شوې وکيله او حقوقي خدمتونه ټولنې ته وړاندې کوي د اور ځپلو لپاره مرستې ټولو غوندې کې يې پراخه برخه لرله.
اغلې سافی په دري او پښتو ژبو ځيني اور سره تړلي معلوماتي پاټې هم چاپ کړې وې چې يادې غوندې کې ګډونوالو باندې يې وويشلې.
اغلې سافی له اس بي اس سره خبرو دوران کې وويل. اسټراليا مونږ ته ډير څه راکړي او اوس مونږ يې بايد دا حق ادا کړو.
د اسټراليا ځنګلونو کې اور چې ميلياردو ډالرو تاوان يې اړولې د ياد تاوان ترڅنګ يې شاوخوا يو ميليارد وحشي شوي هم وژلي.
د مرستو راټولولو پدې غوندې کې نورو اسټراليايي چارواکو هم ګډون کړی وه او ويناې يې وکړې.
د يادې غوندې او هم انلاين له لارې راټولې شوې پيسې د اسټراليا نيوساوت ويلز ايالت اور وژنې ادارې ته سپارل کيږي.
د غوندې په اړه جوړ شوی رپوټ واورئ او پدې رپوټ کې به د طاهره جهانبين سر بيره د نورو فعالو افغانانو مرکې هم واورئ.





