د سولې په مشورتي جرګه کې د خلکو استازي له درد او ډيرو هيلو سره ګډون کوي

Source: AAP
د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني په حضور سره پیل شوه. دغه جرګه به څلور ورځې دوام وکړي. یاده جرګه له طالبانو سره د سولې په اړه د مشورو د اخیستو په هدف د ښاغلي غني لهخوا رابلل شوې ده. په دغې جرګه کې د افغانستان له ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو له استازو نږدې درې زره تنو ګډون کړی دی. د دغو ګډون کوونکو ۳۰ سلنه ښځې دي. د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ۱۲ ولسمشریزو نوماندانو په ګډون ځینو سیاسي څېرو دغه جرګه تحریم کړه. طالبانو هم دغه جرګه غیر مشروع بللې ده. له بلې خوا دغې جرګې خلکو ته د تګ راتګ پرمهال ګڼې ستونزې پیدا کړي دي.
شریکول