د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت کې د افغانانو ټولنه غواړي ترڅو په سېډني کې یو سړک د افغان پلېس (Afghan Place) په نوم ونوموي.
د سېډني ښار په بلک ټاون سیمه کې دغه سړک اوسمهال د پرنس سټریټ (Prince Street) په نوم یادېږي، خو د نیو ساوت وېلز د افغانانو ټولنې له ښاروالۍ څخه غوښتنه کړې ترڅو د یاد سړک نوم افغان پلېس ته بدل کړي.
د نیو ساوت وېلز د افغانانو د ټولنې مشر، نادر اعظمي له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي چې د نوم د بدلولو غوښتنه یې په رسمي ډول د بلک ټاون له ښاروال څخه کړې ده.
هغه وايي، ښاروال ژمنه کړې چې د قانوني پروسې له تېرېدو وروسته به له دوی سره اړیکه ونیسي.
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





