ولسمشريزو ټاکنو لپاره د سياسي ګوندونو تاوده بحثونه

ARG- Office of the President of I.R of Afghanistan Source: ARG
یو شمېر سیاسي ګوندونه او جریانونه وايي، ډېر ژر به راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته خپل نوماندان معرفي کړي. د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند وايي، که چيري د افغانستان لوی ملي ایتلاف څخه د ځانګړي نوماند پر سر نتیجې ته ونه رسېږي جمیعت اسلامي ګوند به خپل کاندید مشخص کړي. د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي بیا وايي، تر راتلونکي یوې اونۍ پورې به خپل نوماند معرفي کړي. خو د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر مطبوعاتي مسئول د دغه هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ښاغلي اتمر د کاندیدو خبر ورکړی. ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنۍ د راتلونکي کال د وري یا حمل د میاشتي په ۳۱ مه ترسره شي. د مهالوېش په اساس به د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهېر تر راتلونکو دریو اونیو پوري پیل شي. جزیات د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.
شریکول