افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسټراليا ته خپل څلور ورځنی تاريخي سفر پای ته ورساوه او له نوو ژمنو سره بيرته ستون شو.ولسمشر غني افغانانو ته دا خبرداری هم ورکړ چې دوی د سمې پريکړې لپاره يوازې ۴ کلونو لري او که پدې کې مو قرباني قبوله نه کړه يا سره راټول نه شوو او يا هم د حکومت دښمنانو ته مو نه ونه ويله نو بيا دا ويره شته چې راتلونکي ۴ څخه تر ۵ نسله به لا نورو بدبختيو سره لاس او ګريوان وي.اسټراليا کې دا مهال ۶۰۰۰ افغان زده کوونکي خپله ماسټري او هم دوکتورا ترلاسه کوي چې ولسمشر غني اسټراليا کې له افغان والدينو څخه مننه وکړه کوم چې پر خپلو ماشومانو زده کړې کوي.اس بي اس پښتو خپرونې سره په ځانګړې مرکه کې ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې افغانان د نړۍ هر ګوډ څخه کولی شي چې له افغانستان سره په بيلابيلو لارو مرستې وکړي او هم هغه افغانان چې بيرته افغانستان ته ستنيږي افغان حکومت ژمن دی چې ورته د عزت او سوکاله ژوند اسانتياوې برابرې کړي.د اسټراليا تاريخي سفر په اړه ولسمشر غني وويل چې اسټراليا له افغانستان سره له تمې پرته ډيره مرسته کړې او د افغانستان او اسټراليا نږدې اړيکو اساس ده په خپله کيښود.له ولسمشر غني سره ځانګړې مرکه دلته اوريدلی شئ.
شریکول
