Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې يو افغان کډوال له ارمانونو سره ومړ

Afghan refugee Naqeebullah who died of heart attack.

Afghan refugee Naqeebullah who died of heart attack. Source: Supplied

نقيب الله چې د افغانستان غزني څخه اسټراليا ته په کال ۲۰۰۱ کې راغلی وه د جون د مياشت په ۲۶ نيټه د زړه حملې وروسته يې ساه ورکړه.


خپور شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


نقيب الله چې د افغانستان غزني څخه اسټراليا ته په کال ۲۰۰۱ کې راغلی وه د جون د مياشت په ۲۶ نيټه د زړه حملې وروسته يې ساه ورکړه.


نقيب الله اسټراليا کې له کړاوونو ډک ژوند تيروه او په تيرو ۱۸ کلونو کې نه وه توانيدلی ترڅو خپل بچيان اسټراليا ته راولي.

د نقيب الله يو نږدي ملګری ډاکټر وحيد خان له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل چې مرحوم نقيب الله اسټراليا کې کار دوران کې له ټپي کيدو وروسته له کلونو راهيسې کار نه کاوه او د هغه يوازينۍ هيله دا وه چې کورنۍ يې اسټراليا ته راشي.

د مرحوم د کورنۍ راوستلو غوښتنليک يو وار د اسټراليا حکومت لخوا رد شوی وه ولې دويم ځل لپاره يې د کورنۍ راوستلو لپاره غوښتنليک ورکړی وه چې تر دې دمه طی مراحل کې دی.

له مرحوم نقيب الله څخه شپږ بچي چې درې ځامن او درې لوڼي دي پاتې شول.

د نقيب الله جسد د کورنۍ په غوښتنه افغانستان ته وړل کيږي او داچې د مرحوم جسد ليږد باندې لږښت هم راځي نو ملبورن ښار کې ميشتو افغانانو Go Fund Me مرستو ټولولو پاڼه پرانيستې او له ټولو اسټراليا ميشتو افغانانو هيله کوي ترڅو د مرحوم جسد ليږد او کورنۍ لپاره يې مرستې لپاره پيسې ټولې کړي.

ملبورن ښار کې د افغانانو اسلامي مرکز او عمر فاروق جومات د مرحوم جسد سمبالښت برخه کې مرسته کوي.

د مرحوم نقيب الله ژوند او کورنۍ حالت مو د هغه له نږدي ملګري وحيدالله خان څخه پوښتي، بشپړه مرکه واورئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now