Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پاکستان کې سيلاب ځپلي افغان کډوال وايي، حکومت ورسره هيڅ مرسته نه کوي

PAKISTAN-WEATHER-FLOODS-CLIMATE

Internally displaced flood-affected people take refuge at a makeshift camp in Dadu district of Sindh province on September 14, 2022. (Photo by AFP) (Photo by -/AFP via Getty Images) Source: AFP / -/AFP via Getty Images

پاکستان کې سيلابونو ميليونونه خلک بې کوره کړي او مالي او ځاني تاوان اړولی. ياد هيواد کې ميشت افغان کډوال له کړاونو سر ټکوي او وايي سيلابونو دوی هم اغيزمن کړي.


خپور شوی په

By Islam Gul Afridi, SBS Pashto

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


پاکستان کې سيلابونو ميليونونه خلک بې کوره کړي او مالي او ځاني تاوان اړولی. ياد هيواد کې ميشت افغان کډوال له کړاونو سر ټکوي او وايي سيلابونو دوی هم اغيزمن کړي.


پاکستان کې بې ساري سيلابونو درانه مالي او ځاني تاوانونه اړولي.

د ياد هيواد چارواکي وايي له ۱۴۰۰ څخه ډير کسان سيلابونو له امله مړه شوي او ميليونونه بې کوره شوي.

پاکستان پداسې حال کې له سختو ورښتونو او سيلابونو سره مخ شو چې هيواد اقتصادي او سياسي کړکيچونو سره مخ دی.

د چارواکو په وينا له ۶۰۰ زرو ډير کسان لنډمهالو کمپونو کې ميشت شوي.

پاکستان د يو ميليون او نږدې ۳۰۰ زرو افغان کډوالو کوربه دی، وروستيو سيلابونو ګڼ شمير افغان کډوال هم ځپلي او دوی د بيړنيو مرستو غوښتنه کوي.

اجمل کډوالو کمپ نوښار کې ژوند کوي او تيرو سيلابونو د افغان کډوالو کمپ هم ځپل شوی.

د اجمل په وينا د اوسيدو ځايونه يې ويجاړ شوي، د ملګرو ملتونو لخوا دوی ته خيمې ورکړل شوي ولې نور هيڅ ډول مرسته ورسره نده شوې.

پاکستان کې ميشت افغان کډوال وايي، تيرو سيلابونو وروسته د پاکستان عامو خلکو ورسره ډيره مرسته کړې، دوی ډير بې وسه دي او د ګرمۍ له وجې هر ډول مرستې ته اړتيا لري.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now