پاکستان کې د افغان کډوال د شورا مشر وايي، ځينو راجسټر شوو کډوالو ته واکسين ورکول کيږي ولې د واکسين ترلاسه کوونکي د پاکستاني چارواکو ناسم چلند څخه ناخوښ بريښي.
بله خوا هغه مسافر افغان چې له نورو هيوادونو پاکستان ته خپل کورنيو غړو ليدو لپاره تللي هغوی هم د کوويډ-۱۹ واکسين ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي او بيرته عربي هيوادونو ته سفر نشي کولی.
ويل کيږي پاکستان چې د راجسټر او غير راجسټر شوو نږدې ۳ ميليونو افغان کډوالو کوربه دی ولې پاکستان کې افغان کډوال له ځينو ستونزو سر ټکوي.
پيښور کې د افغان کډوالو د شورا مشر او بورډ بازار د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي عصمت الله توخي وايي، پاکستان کې راجسټر کډوال چې کارډونه لري هغوی واکسين ترلاسه کولو پاره هڅول شوي ولې ډيرو کډوالو د واکسين ترلاسه کولو څخه وروسته له چارواکو شکايت کړی.
بله خوا ښاغلی توخي وايي، چمن له لارې راغلي افغان کډوال چې پيښور ته راتګ غواړي هغوی لومړی کراچۍ ته استول کيږي او بيا له هغې لارې پيښور ته راځي چې دا هغوی ته ډيرې ستونزې پيدا کوي.
بله خوا ويل کيږي چې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره پلان لري ترڅو پاکستان کې ميشت افغان کډوالو ته د کوويډ-۱۹ واکسين ورکړي.
لا نور جزيات زمونږ د همکار اسلام ګل افريدي په رپوت کې واورئ.




