د کرونا ويروس د نړۍ پر سوداګرو ناوړه اغيز شيندلې ولې پاکستان کې ميشت افغان سوداګر بيا له جلا ننګونو سره مخ دي.
پاکستان د ميليونو افغان کډوالو کور دی او له لسيزو راپديخوا ياد هيواد کې ميشت افغان کډوال په سوداګری بوخت دي.
د کرونا وبا راتګ سره پاکستان کې کاروبارونه له ګڼو ستونزو سره مخ شوي ولې تر نورو ډيرې ستونزي بيا افغان کډوال سوداګر ګالي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له ځينو افغان کډوالو سوداګرو سره خبرې کړي او د هغوی ستونزې يې راخيستي چې تاسې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.





