افغانستان کې جګړې او نا خوالو د ميليونو په شمير افغانان اړ کړي ترڅو نورو هيوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند وکړي. پاکستان بيا تر نورو هيوادونو د ډيرو افغان کډوالو کورربه دی او ياد هيواد کې ميشت کډوال افغانستان کې د سولې بهير له نږدې څاري.
لومړی د طالبانو او امريکا د سولې هوکړه او بيا د افغان حکومت او طالبانو تر مينځ د سولې مخامخ خبرو ته لار هواريدل ډير افغان کډوال هيله مند کړي ترڅو سولې راتګ سره دوی بيرته خپل هيواد ته راستانه شي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پاکستان کې ميشتو کډوالو سره خبرې کړي او د سولې پروسې پرمختګ په اړه يې د هغوی نظرونه راخيستي.
پاکستان کې افغان کډوال عزيز خان افغانستان کې د سولې بهير له نږدې څاري او سولې راتګ سره خپل وطن ته ستنيدو هوډ لري.
اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې وويل، " افغانان جګړو ډير ځپلی او وروستی جرګې څخه ملاتړ کوو او الله دې وکړي افغانستان کې امن راشي."
زمونږ همکار له ځينو افغان کډوالو او د افغان کډوالو ټولنې له استازو سره خبرې کړي چې تاسې د هغوی خبرې دلته په رپوټ کې اوريدلی شئ.





