پاکستان کې د کرونا ويروس له امله د ښوونځيو پر فعاليتونو بنديز وروسته له مياشتو وروسته زده کوونکي اوس ښوونځيو کې خپل زده کړې کوي.
پيښور کې د افغان کډوالو زده کړې نوی تعليمي کال پيل کړ.
له تيرو شپږو مياشتو راهيسې پاکستان کې د زده کړې ټول مرکزونه تړل شوي ول او د حکومت لخوا په لګول شوو محدوديتونو کې نرمښت راوستلو وروسته اوس تعليمي ادارو خپل فعاليت پيل کړی.
افغان زده کوونکي او والدين يې د نوي تعليمي کال پيل سره ځيني انديښنې شريکې کړي.
بله خوا په کورونو کې بند پاتې زده کوونکو دا هم ويلي تير شپږ مياشتې چې دوی په کورونو کې بند ول دوی لپاره ډير ستونزمنې وې.
دا مهال پاکستان کې د افغان کډوالو اقتصادي ستونزې ډيرې شوي او لدې سره دا حالت د ماشومانو پر زده کړې ناوړه اغيز شيندلی شي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پاکستان کې له افغان کډوالو مشرانو او هم زده کوونکو سره خبرې کړي چې تاسې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.




