له افغانستان څخه راغلي نظاميانو اسټراليا کې له نظامي زده کړو وروسته بيرته افغانستان ته ستانه شول.
افغان نظامي کسانو لپاره په بهرنيو هيوادو کې د زده کړې فرصتونه نه يوازې د هغوی نظامي وړتياوو کې اغيزمن وي بلکې د هغوی له زده کړې افغانستان کې نورو نظامي افسرانو کاري ظرفيت لوړتيا لپاره هم ډير ګټور ثابت کيږي.
افغان نظاميانو ته زده کړې فرصتونه له ځانسره ننګونې هم لري ځکه تيرو وختو کې ځينو بهرنيو هيوادو ته تللي افغان پوځيان بيرته افغانستان ته ندي ستانه شوي.
له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې يو له فارغ شوو افسرانو څخه احمد فريد نور وويل، "ما له افغانستان سره ژمنه کړې ترڅو له زده کړو وروسته بيرته ستون او خپل هيواد ته خدمت وکړم."
ښاغلی نور وايي، اسټراليا کې زده کړو دوران کې يې تل دا سوچ کاوه چې څنګه ژر خپلې زده کړې بشپړې او بيرته افغانستان ته خدمت لپاره ستون شي، ځکه د هغه په وينا افغانستان له هر وخت څخه ډير اوس نظامي کدرونو ته اړتيا لري.
اسټراليا کې افغاني سرتيرو ته د فراغت سندونه د اسټراليا لوی درستيز لخوا ورکړل شول.
اسټراليا کې نظامي زده کړو برخه کې مو له فارغ شوي افغان جګړن احمد فريد نور سره مرکه کړې چې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.





