د ټلويزيون ستورې مرسل ځاځۍ ولې هېواد پرېښود؟

Mursal Zazai

Source: Supplied

افغانستان کې ټلويزيون ستورې مرسل ځاځۍ افغانستان پريښود او دا مهال له نا معلوم راتلونکي سره له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.


افغانستان کې روانې جګړې او ناخوالو ډير افغانان اړ کړي ترڅو خپل هيواد پريږدي او نورو هيوادونو کې پناه واخلي.

د سولې او اقتصاد کلني رپوټونو کې افغانستان پرلپسې د نړۍ تر ټولو نا امن هيواد نومول شوی.

افغانستان کې روانه جګړه او بيا هدفي وژنو کې زرګونو افغانانو او د افغانستان وتلو څيرو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا لړۍ لا اوس هم روانه ده.

مرسل ځاځۍ چې د پکتيا ولايت ځاځيو له ولسوالۍ سره تعلق لري، وشو کولی لږ موده کې خپل لوړ استعداد سره د افغانستان وتلو ټلويزيونو پر پردو څرګنده شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

د اغلې ځاځۍ په وينا، افغانستان کې له پښتنو ميشتو سيمو څخه د يوې ميرمنې لوړې زده کړې او بيا رسنيو کې کار کول معجزه ګڼل کيږي.

اس بي اس اس پښتو خپرونې سره په ځانګړې مرکه کې اغلې ځاځۍ وويل، يوې پښتنې ميرمنې لپاره زده کړه او بيا له زده کړو وروسته رسنيو سره کار کول ډير ګران کار دی ولې نوموړې وشو کولی ټولو ناخوالو سره بيا هم خپل مسلک ته ادامه ورکړي.

اغلې ځاځۍ خپلې لوړې زده کړې پښتو ادبياتو کې بشپړې کړي او افغانستان کې يې له رسنيو سره ۹ کاله د خبريالې په توګه کار کړی.
Mursal Zazai
Source: Supplied
مرسل ځاځۍ له ژوندون، آريانا، ميوند او شمشاد ټلويزيونو سره او همدا رنګه له مخابراتو وزارت، موبي ګروپ او آزادي راډيو سره کارونه ترسره کړي.

 د بې پولو خبريالانو ټولنې رپوټ کې ويل شوي چې افغانستان د خبريالانو لپاره تر ټولو نا امن هيواد دی.

هر کال د ريکارډ په کچه خبريالان د هدفي وژنو ښکار کيږي او يوازې افغانستان کې په روان کال کې ګڼ شمير خبريالان او مدني فعالان چې په هغو کې ښځې هم شاملې وې د هدفي وژنو ښکار شوي.

اغلې ځاځۍ خپل ځان او کورنۍ ته د ورپيښو خظرونو له امله افغانستان پريښود او دا مهال ترکيې کې ژوند کوي.

اغلې چې له نامعلوم راتلونکي سره ياد هيواد کې ژوند کوي دې ته په تمه ده ترڅو کوم بل هيواد کې پناه واخلي.
Mursal Zazai
Source: Supplied
اغلې ځاځۍ چې له خپل کورنۍ سره درې مياشتې وړاندې ترکيه ته راغلې په ياد هيواد کې يې اقتصادي او رواني حالت ښه ندی او نوموړې له بد روحي حالت څخه هم کړيږي.

اغلې مرسل ځاځۍ خپل کاري سفر، ژوند او هم اوسني حالت په اړه له اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کړې چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service