اسټراليا کې افغانو ښځو ټولنه جوړه کړه

Afghan Women on the Move at FOMA

Afghan Women on the Move at FOMA Source: Supplied AWOTM

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې افغانې ميرمنې د يو بل ستونزو ته رسيدو لپاره ټولنه جوړه کړې.


د اسټراليا سيدني ښار کې يو شمير ميرمنو د " افغان ښځې حرکت کې" تر نامه لاندې ټولنه جوړه کړې کوم چې ياد ايالت کې افغانو ميرمنو ته ځانګړي خدمتونه وړاندې کوي.

يادې ټولنې افغانو ميرمنو لپاره يو لړ مهمې پروژې پر مخ وړي چې د بيلګې په ډول، د انځورونو او نقاشيو نندارتون جوړول، ښځو لپاره ځانګړي د کلتور زده کړې او تفريحي پروګرامونه او داسې نور.

تيره اونۍ اسټراليا کې د افغانستان سفارت او د "افغان ښځې حرکت کې" ټولنې په ګډه د څو کلتوريز فيشن په يوې سترې غونډې کې د افغانانو استازيتوب وکړ.

يادې سترې فيشن نندارې غونډه کې مو د افغان ښځو ټولنې له غړې ليدا منګل سره مرکه کړې چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now