افغان ميرمنې: تل مو حجاب مراعت کړی او د اجباري حجاب اصطلاح کارول افغان میرمنو ته بې حرمتي او بې عزتي ده

Afghan Women

Source: Fardin Waezi, UNAMA

د افغانستان په سنتي ټولنه کې چې لا دمخه حجاب په پراخه کچه مراعات کيږي، ولې حجاب په اړه د طالبانو وروستی فرمان د ډيرو له منفي غبرګون سره مخ شو.


د شنبي په ورځ وسله والو طالبانو یوه رسمي فرمان صادر کړه چې د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوری تایید شوی وه.

دې ډلې په یاد فرمان کې د افغان میرمنو لپاره حجاب کول د شرعي او رسمي امر په توګه اعلان کړ.

وسله والو طالبانو ویلي چې دغه فرمان د هغه وړاندیز په پایله کې خپور شوی چې د  افغانستان دیني عالمانو د دوی مشر ته کړی وه.

په دې طرحه کې چادرې د حجاب تر ټولو ښه بڼه ښودل شوي او زیاته کړې يې ده، هر ډول جامه چې بدن پټ کړي او چسپ نه وي، حجاب ګڼل کیږي.

په خپله یو شمېر افغان میرمنې دې فرمان او طرحې ته په نیوکې سره له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې تل يې حجاب مراعات کړئ او په دې برخه کې د چا زور ته نه تسلمیږي.

دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې د حجاب د جبري کیدو په اړه خپل پریکړه بیرته واخلي او هغه مواردو ته دې لومړیتوب ورکړي چې افغانان ورسره دم کړۍ لاس او ګریوان دي.

په دې ډله کې د ښځو د حقونو فعاله او د چاروه شنونکې ملالي شینوارۍ بیا وايي، چې په افغانستان کې د اجباري حجاب اصطلاح کارول افغان میرمنو ته بې حرمتي او بې عزتي ده ځکه په وینا يې افغان میرمني مخکې هم محجبې او له طالبانو وړاندې هم مسلمانې وې.

د طالبانو له لوري افغانستان کې د ښځو لپاره د حجاب جبرې کېدو ته په نړیواله کچه هم غبرګونونه ښودل شوي دي.

تاسو ته د طالبانو لخوا د حجاب جبري کولو په اړه مو د کابل ميشتو افغانانو او ميرمنو غږونه راخيستي چې دا ټول دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now