Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

ملبورن ښار کې افغان ځوان ځايي ټاکنو ته نوماند دی

Gul Rahman Arianzai

د اسټراليا ملبورن ښار کې ځايي شورا ته ټاکنې ترسره کيږي او دا ځل ځوان افغانان په بې ساري ډول ټاکنو ته نوماندان دي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د اسټراليا ملبورن ښار کې ځايي شورا ته ټاکنې ترسره کيږي او دا ځل ځوان افغانان په بې ساري ډول ټاکنو ته نوماندان دي.


ملبورن ښار کې يو فعال ځوان ګل رحمن ارينزی د ځايي شورا ټاکنو ته نوماند دی.

ښاغلی ارينزی د افغانستان خوست ولايت کې زيږيدلی او په کال ۲۰۰۹ کې اسټراليا ته راغلی.

اسټراليا ته رسيدو وروسته نوموړي لوړې زده کړې کړي او د زده کړو ترڅنګ يې ځايي ټولنې ته خدمت کړی. 

له نورو ځوانانو سره په ګډه نوموړي ملبورن ښار کې د افغان اسټراليايي ځوانانو ټولنې بنسټ کيښود او بيلابيلو برخو کې يې ټولنې ته خدمتونه وړاندې کړل.

ملبورن ښار ځايي شورا لپاره ټاکنې د اوکتوبر مياشت کې د پوسټ له لارې ترسره کيږي.

اس بي اس پښتو خپرونې له ښاغلي ارينزي سره مرکه کړې، د نوموړي پيژندلو لپاره بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ،


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now