افغان ځوانان وايي که چيرې حکومت دوی ته پام ونه کړي نو دوی اړ کيږي چې نا سمو کارو ته مخه کړي

Fardin Waezi@UNAMA

Fardin Waezi@UNAMA Source: Fardin Waezi@UNAMA

که څه هم د افغانستان چارواکي د ورزش او تکنالوژي په برخه کې د ځوانانو د ځلیدو خبره کوي، خو پخپله ځوانان له بیکاري، فساد او دی ته ورته نورو ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت له نه کاري څخه شکایت کوي.ځوانان وایي چې افغان حکومت پر دې نه دی توانیدلی چې په عمل کې د ځوانانو لپاره کوم کار تر سره کړي. هغوی وایي، په ادارو کې چې څوک په رأس کې وي، خپل خپلوان او دوستان راټولوي او هغوی ته کارونه ورکوي. خو هغه ځوانان چې څوک نه پیژني، بې روزګاره دي. دغه ځوانان هم په نشو روږدي کیږي، هم غلاوې کوي او هم ترې قاچاقبران جوړيږي.په دی وروستیو کلونو که په زرګونو ځوانان چې له پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي، بیکاره او نه دی توانیدلی چې ځانونو ته کار وموندي.د هیواد ځوانان په ډیرو کمو وسایلو سره په ټولو برخو کې ځلیدلي دي خو سره له دي بیا هم د بیکاري څخه رنځ وړي.عبدالروف ځاځي د ځوانانو خبرې يو رپوټ کې راخيستي چې دلته يې اوريدلی شئ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now