کابل ښار کې د ککړې هوا له امله ناروغۍ زیاتې شوې دي

polution_in_kabul.jpg

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې ویلي، د دوی ټیمونه کزمې کوي او په دې برخه کې جدي څار لري.


د تېرو کلونو په څېر سږکال هم د ژمې په را رسېدو سره د کابل هوا تر بل هر وخت ډېره ککړه شوې چې ښاریان يې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د نږدې اوو میلیونو وګړو دغه ښار چې هر کال د ژمي په موسم کې يې د هوا ککړتیا لوړې کچې ته رسیږي، اوسیدونکي يې شکایت کوي چې د ککړې هوا له امله د تنفسي او نورو ناروغیو کچه هم لوړه شوې ده.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکو له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي، د ورښتونو نشتون او د بې کیفیته سون توکو سوځولو د ښار هوا په بې ساري ډول ککړه کړې چې له امله يې خلک له بېلابېلو ناروغیو سره مخ شوي دي.

مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now