د افغانستان او اسټراليا ديپلوماتيکې اړيکې ۵۰ کلنې شوې

Afghanistan and Australia celebrate 50 years of diplomatic relations

Afghanistan and Australia celebrate 50 years of diplomatic relations Source: Google

د افغانستان او اسټراليا د خلکو تر مينځ اړيکې شاخوا ۱۶۰ کلونو ه رسيږي ولې لومړي ځل لپاره د دواړو هيوادو ديپلوماتيکې اړيکې له نن څخه پنځوس کاله وړاندې پيل شوې.


اسټراليايانو لپاره افغانان پيژندل شوي خلک دي او ۱۶۰ کاله وړاندې  اوښبه افغانانو د اسټراليا ودې برخه کې رغنده رول لوبولی.

اسټراليا دا مهال له افغانستان سره د مالي مرستو ترڅنګ نظامي مرستې هم کوي.

اسټراليا او نيوزيليند لپاره د افغانستان سفير مرستيال ښاغلي محمد عتيق ذکي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال وويل چې د اسټراليا حکومت نوې بوديجه کې افغانستان لپاره ۸۰ ميليونو ډالرو مرستو اعلان شوی.

د ښاغلي ذکي په وينا حال داچې د اسټراليا حکومت ګاونډيو هيوادو ته مرستې په رقم کې د پام وړ کمی راوړی ولې افغانستان لپاره مرستې پر خپل ځای دي او دا د افغانستان د سفارت او خلکو ترمينځ ډايلوګ هلو ځلو لاسته راوړنه ده.

اسټراليا افغانستان سره له ۲۰۰۱ کال راهيسې۱.۴۲ ميليارده ډالر مرسته کړې.

استراليا کې له ۱۰۰۰ ډير بومي کسان خپل ځان افغانان بولي او وايي چې د اوښبه افغانانو له پاتې نسل څخه دي.

اسټراليا کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه ښاغلي ذکي وويل، له ۲۰۱۷ کال راهيسې هيڅ افغان بيرته افغانستان ته ندی ډيپورټ شوی.

ښاغلی ذکي وايي چې د کډوالو پر مسلې له اړوندو ادارو سره همغږي لري او د افغانستان سفارت به دا يقيني کړي ترڅو هر افغان کډوال ته د هغه حقونه ورسيږي.

اسټراليا او نيوزليند لپاره د افغانستان د سفير مرستيال ښاغلي محمد عتيق ذکي بشپړه مرکه دلته واورئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service