د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان او اسټراليا ديپلوماتيکې اړيکې ولمانځل شوې

Afghanistan and Australia celebrates its 50th anniversary of diplomatic relations.

Source: SBS Pashto

د افغانستان اواسټراليا اړيکې ډيرې پخوانی دي او شاوخوا ۱۶۰ کلونو ته رسيږي.


کله چې اسټراليا د انلګيسانو لخوا مستعمره شوه نو هغه مهال د اسټراليا خاورې سپړلو لپاره اوښانو او هم اوښبه کسانو ته اړتيا وه.

افغانان چې کلک، زړور او اوښانو ساتنې او پالنې کې يې ځانګړی مهارت درلود اسټراليا ته راوستل شول ترڅو لرې پرتې سيمې له يو بل سره ونښلوي.

د اوښبه افغانانو تاريخ اسټراليا کې روښانه دی او تل اسټراليايي چارواکي او شنوونکي د اوښبه افغانانو کړنې او د اسټراليا ودانۍ کې يې ونډه ستايي.

د ياد تاريخي روابطو وروسته د دواړو هيوادو ترمينځ اړيکې هغسې پاتې نه شوې لکه څنګه چې پکار وه ولې له نن څخه ۵۰ کاله وړاندې ليو بورډر افغانستان لپاره د اسټراليا لومړنی سفير وټاکل شو او د دواړو هيوادو ترمينځ ديپلوماتيکي اړيکې پيل شوې.

ليو هغه مهال پاکستان کې استوګنه کوله ولې د هغه دنده پاکستان او افغانستان لپاره سفارتي چاري پر مخ وړل ول.

دادی نن د افغانستان او اسټراليا حکومتونه په ګډه د ديپلوماتيکو اړيکو ۵۰ کليزه لمانځي.

د اسټراليا بهرنيو چارو وزارت لخوا د اسټراليا پلازمينه کنبيرا کې د افغانستان او اسټراليا ديپلوماتيکو اړيکو ۵۰ کليزه ولمانځل شوه.

په يادې غونډې کې د اسټراليا ګور جنرال، د دفاع وزيرې، د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې، د افغانستان سفير او ګنو نورو ديپلوماتانو او چارواکو ګډون کړی وه.

اسټراليا کې د افغانستان د سفارت مرستيال عتيق ذکي سره مو د يادې غونډې په اړه مرکه کړې چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now