مهم ټکي
- په افغانستان کې د راون اقتصادي بحران په اړه د نړیوالو خیریه بنسټونو د اندېښنو په داوم تېره اوونۍ د سره صلیب نړیوالې ادارې هم د اندیښنې په ښودلو سره بیوزلي د افغانانو لپاره یو جدي ګواښ وباله.
- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما تېره اوونۍ وویل، چې تېر کال کې يې څه باندې یو میلیارد نغد ډالر د بشري مرستو په ډول افغانستان ته راوړي دي.
- د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان تېره اووني وویل، افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی چې د زده کړې سیسټم يې د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دی.
- د کاناډا نشریاتي ادارې سي بي سي تېره اوونۍ راپور ورکړ چې داسې اسناد يې ترلاسه کړي چې ښيي، کاناډايي چارواکو له کله چې افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي له دې ډلې سره په قطر کې ۱۳ ځله کتلي دي.
- د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کارین دیکر تېره اوونۍ وویل چې امریکا به بیا په هېڅ صورت په افغانستان کې پوځي مداخله ونکړي.



