مهم ټکي
د بخښنې نړیوال سازمان تېره اوونۍ د طالبانو له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د شیعه مذهب افغانانانو امنیت خوندي کړي.
تېره اوونۍ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي درې مهم مشران ووژل شول.
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش یا سیګار په خپل نهايي راپور کې، چې ابتدايي هغه يې د جون په اوومه خپور کړی وه د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د وتو پرمهال د وړل شویو پیسو په اړه نوې موندنې خپرې کړې.
له ماشومانو د ملاتړ موسسې په خپل تازه راپور کې چې تېره اوونۍ يې خپور کړ وویل، په افغانستان کې د طالبانو تر یو کلنې واکمنۍ لاندې افغان نجونې منزوي، وږې او غمګیني شوې دي.
دافغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، له کابل تر وتلو وروسته په لومړنۍ انځوریزه مرکه کې وویل، د اساسي قانون له مخې له هم ولسمشر دی.
ښاغلي غني له افغان خپرندوی شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې چې د تیرې اوونۍ د پنجشنبې په شپه خپره شوو د چمهوریت د سقوط پړه پر امریکايي چارواکو او خپل حکومت پر یو شمېر شریکانو او سیاستوالو واچوله.



