Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت وروسته د لومړی ځل لپاره د افغانیو نوي بانک نوټونه چاپیږي

Kabul Mandawe

په افغانستان کې د افغانیو بانک نوټونو کمېدو او د کار لوېدو په اړه له اندېښنو وروسته، د طالبانو د حکومت تر حاکمیت لاندې د افغانستان بانک د افغانیو د نویو بانک نوټونو چاپېدو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړ.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto, Rahimudin Oriakhail

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


په افغانستان کې د افغانیو بانک نوټونو کمېدو او د کار لوېدو په اړه له اندېښنو وروسته، د طالبانو د حکومت تر حاکمیت لاندې د افغانستان بانک د افغانیو د نویو بانک نوټونو چاپېدو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړ.


د افغانستان بانک د شنبې ورځ د اکتوبر ۲۲ مه د یوې اعلامیې له لارې وویل چې د افغانیو د نوو بانک نوټونو د چاپ په برخه کې د پام وړ پرمختګ ته نږدې شوي او په خبره يې په نږدې وختونو کې به د افغانیو نوي چاپ شوي بانک نوټونه هېواد ته را ورسیږي.

دا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته لومړی ځل دی چې د افغانیو نوي بانک نوټونه چاپیږي.

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د شنبې په ورځ د امریکا مېشتو افغانانو یوې غونډې کې وویل چې ډېر ژر به نوي چاپ شوي افغاني بانک نوټونه افغانستان ته ولېږدول شي.

هغه په دې اړه جزیات ورنکړل چې نوي چاپ شوې پیسې به په دقیق ډول څه وخت بازار ته وړاندې شي، خو زیاته يې کړه له دې کار څخه ملاتړ کوي.

هڅه مو وکړه چې ددغه بانک نوټونو د شمېر په اړه او دغه راز چې کله به افغانستان ته راوړل کیږي د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک چارواکو نظر له ځانه سره ولرو خو د دې بانک ویاند زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي چې، نوي چاپ شوې افغانۍ به د راکړې ورکړې پر مهال هېوادوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دوی اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د نویو افغاني بانک نوټونو د چاپ اجازه د افغانستان د اقتصاد لپاره په اوسنیو شرایطو کې مهمه مسله ده ځکه د طالبانو له راتګ وروسته په بازارونو کې د زړو پیسو حجم زیات شوي وه چې له امله سوداګر، صرافان او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ ول.

پدې اړه له کابل څخه رحيم الدين اورياخيل رپوټ لري چې سپيکت تڼۍ کليکاږلو سره يې اوريدلی شئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now