د افغانستان نوی حکومت چې د طالبانو اسلامي امارت تر نوم لاندې خپل جوړښت اعلان کړ له ياد اعلان وروسته پر نوي حکومت د نورو فشارونو ترڅنګ يو فشار د ښځو سپورت برخه کې نا څرګند راتلونکی په ګوته شو.
د سپتمبر مياشت پر ۷ نيټه د طالبانو کلتوري کميسيون مرستيال احمدالله وثيق له اس بي اس نيوز سره په ځانګړې مرکه کې وويل، زه فکر نه کووم چې ښځو ته به د کريکټ لوبو کولو اجازه ورکړل شي، ځکه هغه ضرور نده چې ښځې بايد کريکټ وکړي.
نوموري زياته کړه، په کريکټ کې کيدای شي هغوی له داسې حالت سره مخ شي چي د هغوی مخ او جسم پټ نه وي او اسلام ښځو ته اجازه نه ورکوي چې داسې وليدل شي.
د ښاغلي وثيق له يادو څرګندونو وروسته نړيوالو رسنيو پر يادې موضوع او د طالبانو پر دريځ پراخ بحثونه وکړل او د نړيوال کريکټ شورا په ګډون د اسټراليا کريکټ بورډ هم خپل انديښنه شريکه کړه او د اسټراليا کريکټ بورډ د ياد دريځ په رڼا کې يې د افغانستان او اسټراليا د کريکټ راتلونکې ټيسټ لوبې لغوه کولو خبر ورکړ.
لا ډېر ولولئ

طالبان وايي ښځو ته به اجازه ورنکړي چې سپورت وکړي
له يادو څرګندونو څو ورځې وروسته د افغانستان د کريکت بورډ مشر ښاغلي عزيزالله فضلي له اس بي اس پښتو خپرونې سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د طالبانو لخوا د ښځو کريکټ لوبو باندې بنديز ندی لګيدلی او هرڅه نورمال پر مخ روان دي.
ښاغلي فضلي زياته کړه، د کريکټ نړيوالې شورا او يا بل لور څخه پر افغانستان کريکټ بورډ هيڅ فشار ندی راغلی او له يادې شورا او نورو سره يې اړيکې نورمال حالت کې دي.
ښاغلي فضلي وويل، کيدای شي د ښځينه لوبډلې يو يا دوه لوبغاړو او د کريکټ بورډ ښځينه کار کوونکو افغانستان پريښی وي ولې بيا بله خوا نږدې ټوله لوبډله پر خپل ځای ده او افغانستان کې خوندي دي.
دا نورې ډيرې مهمې پوښتنې مو د افغانستان کريکټ راتلونکي په اړه له ښاغلي فضلي سره مطرح کړي چې ټول ځوابونه پدې ځانګړې مرکه کې اوريدلی شئ.




