د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ (APL) شل اوریزې سیالۍ، چې لومړی پړاو یې اووه کاله وړاندې ترسره شوی و، ټاکل شوې ده چې دویم پړاو یې د ۲۰۲۶ زېږدیز کال په وروستۍ ربع کې ترسره شي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، یاد لیګ به په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي او پنځه لوبډلې به پکې ګډون ولري.
همدارنګه ویل شوي، چې د لوبغاړو د ډرافټ یا د لوبډلو د جوړښت مراسم به د لیګ له پیل وړاندې ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکو ویلي، د دې لیګ د ترسره کېدو وخت ځکه د ۲۰۲۶ کال ورستیوو میاشتو ته وځنډول شو، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي به د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې په بېلابېلو نړیوالو سیالیو او لوبلړیو کې بوخت وي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان د غوره لیګ سیالیو بیا پیل یو مهم پرمختګ بولي.
د بورډ په وینا، د دې ډول سوداګریزو لیګونو ترسره کول د هر هېواد د کرېکټ د پرمختګ لپاره مهم ارزښت لري.
د کرېکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات، اس بي اس پښتو ته ویلي، د افغانستان لپاره د دې لیګ بیا پیل یو ستر ګام دی، ځکه چې له تېرو څو کلونو راهیسې پرې کار روان و.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.












