مهم ټکي
- افغانستان ته د ټي ټي پي او د پاکستان حکومت ترمنځ د خبرو لپاره د پلاوي راتګ سر هم مهاله، تېره اوونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوي هم له کابل څخه لېدنه وکړه.
- ملګرو ملتونو تېره اوونۍ په یو راپور کې خبر ورکړ چې په افغانستان کې واکمن طالبان او القاعده له هم سره نږدې اړیکې لري.
- تېره اوونۍ د یکشنبې په ورځ افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استازي ټام وسټ په ترکیه کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام له ځینو وزیرانو، د ولسي جرګې له یو شمېر غړو ښځینه فعالانو او خبریالانو سره ولیدل.
- تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د اروپايې ټولنې استازو او د منځنۍ اسیا هېوادونو چارواکو د دې هېواد په چارو کې پر یوې ګډې تکلارې خبرې وکړي.
- په دې اړه غونډه په الماتي کې وشوه.
- د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو لپاره د قبایلي سیمو پنځوس کسیزه جرګه افغانستان ته راغلې.
- تېره اونۍ د لومړۍ ځل لپاره پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوي کابل ته راغی.



