Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

په افغانستان کې د نفتي توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی؛ لاملونه یې څه دي؟

AFGHANISTAN-THEME-OIL
A petrol station employee fills up the tank of a car at a fuel station in Shamali Plains, some 20 kms north of Kabul on February 22, 2011 Source: AFP / SHAH MARAI/AFP

د کابل ښار اوسېدونکي د بیو د ثبات لپاره د اړینو اقداماتو غوښتنه کوي، څو د ژوند پر لګښتونو یې نور فشار زیات نه شي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د کابل ښار اوسېدونکي د بیو د ثبات لپاره د اړینو اقداماتو غوښتنه کوي، څو د ژوند پر لګښتونو یې نور فشار زیات نه شي.


د افغانستان په بازارونو، په ځانګړي ډول د پلازمېنې کابل په بازارونو کې، په وروستیو ورځو کې د نفتي توکو بیې شاوخوا ۱۰ سلنه لوړې شوې دي.

د بیو دغه ناڅاپي لوړوالي د موټر چلوونکو، سوداګرو او عامو خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي، ځکه د سونګ توکو د نرخونو زیاتوالی د ترانسپورټ، خوراکي توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو پر لګښتونو مستقیم اغېز کوي.

د معلوماتو له مخې، دا مهال په کابل کې د یوه لېټر پټرولو بیه ۷۷ افغانۍ، د یوه لېټر ډیزلو بیه ۷۳ افغانۍ او د یوه کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۴ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې یوه اوونۍ وړاندې د دغو توکو بیې شاوخوا لس سلنه ټیټې وې.

مهرباني وکړئ، په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.

د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now