د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳ کليزه پداسې حال کې لمانځل کيږي چې لا اوس هم افغانستان کې خلک له ګڼو سياسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د اسټراليا بيلابيلو ښارونو کې دا ورځ له پراخو محفلونو سره ولمناځل شوه چې پکې د افغانانو په ګډون ګڼو اسټراليايانو هم برخه اخيستې وه.
د خپلواکۍ ورځ په وياړ اسټراليا کې د افغانستان پخواني حکومت سفارت يو کنسرت جوړ کړی وه.
پدې کنسرټ کې د اسټراليا پخواني ديپلومات او سندرغاړي فريډ سميټ سندرې وويلې او د افغانانو په ګډون ګڼو نورو سياسيونو پکې برخه اخيستې وه.
د اسټراليا ملبورن او اډيليډ ښارونو کې مو جوړ شوو محفلونو له ځينو تنظيم کوونکو سره خبرې کړي، نور په پشپړ رپوټ کې واورئ.



