د اسيا نړيوال جام ته يوازې څو ورځې پاتې دي، دغه سیالۍ چې ټاکل شوې د راونې اکسټ میاشتې په ۲۷ مه نیټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، د سپتمبر میاشتې تر ۱۱ مې نیټې پورې به داوم وکړي.
د یادو سیالیو په الف ګروپ کې هندوستان، پاکستان او د ( متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ، کویټ او سنګاپورلوبډلو) له منځه یوه لاره موندونکې لوبډله او دغه راز په (ب) ګروپ کې افغانستان بنګله دېش او سرېلانکا شامل دي.
د افغانستان د کرېکټ بورد غوراوي کمیټې تېره اوونۍ په دې جام کې د لوبیدو په پار ۱۷ کسېزه لوبډله اعلان کړ چې درې احتیاطي لوبغاړي هم په کې شامل دي.
په یادو لوبغاړو کې محمد نبي، کریم جنت، رحمن الله ګربز، عثمان غني، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدارن، نجیب الله ځدران، افسر ځاځي، عظمت الله عمرزي، سمیع الله شینواري، راشد خان، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید ملک، نوین الحق او نور احمد شامل دي.
په احتیاطي لوبغاړو کې بیا قیس احمد، شرف الدین اشرف او نجات مسعود اخیستل شوي دي.
ټاکل شوې افغان لوبډله د یادو سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د راونې اکسټ میاشتې په ۲۷ د سریلانکا پر وړاندې په دوبۍ لوبغالي او خپله دویمه لوبه د همدې میاشتې په ۳۰ مه د بنګله دېش پر وړاندې په شارجه لوبغالي کې ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورد چارواکي وايي، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د ښه چمتوالي سره د اسیا کپ سیالیو کې ګډون وکړي.
د دې بورد ویاند فرید هوتک له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان لوبغاړي د اسیا جام سیالیو ته پوره چمتوالي لري او تمه ده چې ښه به ولوبیږي.
همدا تېره اوونۍ افغان ملي لوبډله د جانتن ټروټ تر روزنې لاندې له ایرلنډ سره پنځه شل اوریزې لوبې وکړي چې دوه يې افغانستان او درې هغه يې ایرلنډې لوبډلې په خپل نوم کړې.
د کرېکټ برخې یو شمېر افغان څارونکي هېله لري چې ملي لوبغاړو به د ایرلنډ پر وړاندې له ماتو زده کړه کړې وي او تمه ده چې په اسیا جام کې د افغانستان په استازیتوب له مسوولیته ډکې سیالۍ ترسره کړي.
نور په بشپړ رپوټ کې واورئ.



