په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د ښه کېدو پر ځای نورې هم کړکېچنې او متزلزل حالت ته دننه شوې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو نښتو رامنځته کېدل هغه نوې موضوع ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې نورې هم ترینګلې کړې دي.
د دغو ترینګلو اړیکو له امله دا درېیمه اونۍ ده چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړل شوې چې دواړو لوریو ته د زرګونو مسافرو ترڅنګ زرګونه لارۍ هم ولاړې دي، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیانونه اړولې او لاهم دوام لري.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
یادونه: اس بي اس پښتو هڅه وکړه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترينګلتيو په اړه د دواړو حکومتونو نظرونه له ځانه سره ولري خو بريالي نشوو او په راپور کې د شنونکو څرګندونې د دوى خپلواک نظرونه دي او اس بي اس پښتو په دې اړه کوم نظر نلري
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





