د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې د روان کال سيپټمبر مياشت په ۲۸ نيټه ترسره شوې لومړنۍ پايلې يې تيره ورځ د ډيسيمبر مياشت په ۲۲ نيټه د ټاکنو خپلواک کميسيون لخوا اعلانې شوې.
د لومړنيو پايلو له مخه محمد اشرف غني له ۵۰.۶۴ سلنې رايو سره د ټاکنو ګټونکی اعلان شو.
له اشرف غني وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله له ۳۹.۵۲ سلنې رايو ترلاسه کولو سره دويم ځای خپل کړ.
د ټاکنو کميسيون ټولو نوماندانو ته ۷۲ ساعته وخت ورکړ ترڅو دې خپل شکايتونه له شکايتونو خپلواک کميسيون سره شريکې کړې.
د ټاکنو شکايتو خپلواک کميسيون بيا د شکايتونو څيړلو پايلې راتلونکو دوو اونيو کې اعلانوي.
د ولسمشريزو ټاکنو رايو شميرنې نږدې ۳ مياشتې وخت ونيوه ترڅو د سمو او باطلو رايو بيلولو او شميرنې وروسته د ټاکنو خپلواک کميسيون وشي کولی ابتدايي رايې اعلانې کړي.

د سولې او اقتصاد نړيوال څيړنيز انستيتيوت چې د نړۍ له سلو ډيرو هيوادو اقتصاد، سولې او سياست برخې له نږدې څاري د افغانستان ټاکنې يې هم له نږدې څارلي.
د يادې ادارې څيړونکی محب اقبال د ټاکنو پيچلتيا او آيا داچې د شکايتونو څيړلو وروسته به د ټاکنو پايلو کې بدلون راشي او که نه، له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کړې او د افغان ولسمشريزو ټاکنو نورو برخو باندې يې هم رڼا اچولې.
بشپړه مرکه واورئ.





