افغانستان: د درملو د اتحادیې مسؤلین وايي، افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو واردات پیل کړي دي

Medicine shortages

راونه میاشت افغانستان ته د پاکستاني درملو پر وارداتو بندیز پلي کیږي. Credit: Julien Behal/PA/AAP Image

په کابل کې د یو شمېر درملتونونو خاوندان وايي، چې د پاکستاني درملو پر وارداتو له بندیز وروسته د کابل په بازارنو کې د درملو کمښت رامنځته شوی او بیې لوړې شوې دي.


د طالبانو حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته د پاکستاني درملو پر وارداتو بندیز به د روانې سلواغې میاشتې له ۲۰مې نیټې عملي کړي.

د طالبانو د حکومت په وینا، له یادې نیټې وروسته به هېڅ پاکستاني درملو ته اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان په ګمرکونو کې محصول شي. همدارز د درملو له واردونکوغوښتل شوي چې تر ټاکلې نیټې پورې خپلې ټولې معاملې او اسناد پاکستان کې تصفیه کړي.

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، درې میاشتې وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته به د پاکستاني درملو پر وارداتو بندیز ولګول شي. نوموړي هغه مهال د درملو له واردونکو افغان سوداګرو غوښتي وو چې د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیګې ټینګې کړي.

په همدې حال کې، د افغانستان د درملو او طبي تجهیزاتو اتحادیې مسوولین له پاکستان څخه د درملو د وراداتو د بندیز له پریکړې هرکلی کوي او وايي چې دا پرېکړه به په اوږدمهاله توګه د افغانستان د خلکو په ګټه تمامه شي.

د یادې اتحاديې مشر، ډاکټر فضل الله نیازي اس بي اس پښتو ته ویلي چې تر دې وړاندې د افغانستان د درملو بازار، ۶۰ تر ۷۰ سلنه پورې پر پاکستاني درملو متکې و او ډیری افغان سوداګرو له پاکستاني شرکتونو سره رسمي قراردادونه لرل.

د افغانستان د درملو او طبي تجهیزاتو اتحادیه ډاډ ورکوي چې افغان سوداګر اوس له نورو هېوادونو لکه هند، ایران، ترکیې، بنګله دېش، متحده عربي اماراتو او ویتنام څخه درمل واردوي او تمه ده چې په لنډ وخت کې به د هېواد د درملو بازار بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service