تر 19 کلونو د کم عمر کرېکټ نړیوال جام سیالۍ د زمبابوي او نامیبیا په کوربتوب د راونې جنورۍ میاشت په ۱۵ مه نېټه پیلیږي.
په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۶ لوبډلې برخه لري او په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله ددغو سیالیو د ډي ګروپ برخه ده، چې پکې د سویلي افریقا، ویسټنډیز او تانزانیا لوبډلې هم شاملې دي.
افغان لوبډله به په دې نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالۍ د جنورۍ په ۱۶ مه نېټه د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې د نوولس کلونو کم عمره ملي لوبډله دغو نړیوالو سیالیو ته بشپړه چمتو ده او تمه ده چې ښې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته ویلي، که څه هم افغان لوبډلې په وروستیو سیالیو کې د تمې خلاف پایلې درلودې، خو هېله شته چې په دې نړیوال جام کې به ښه وځلیږي.
نوموړی زیاته کړې، باور لري چې افغان لوبډله به وکولای شي ددغو سیالیو نیمه پایلوبې او اند پایلوبې ته لاره پېدا کړي.
د معلوماتو له مخې، افغانستان له ۲۰۱۰کال راپدېخوا اووه ځله د نوولس کلونو کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې ګډون کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې يې نیمه پایلوبې ته لاره هم موندلې وه.
بلخوا د کرېکټ برخې ځینې څارونکي هم باور لري، چې افغان لوبدله دغو سیالیو ته ښه چمتوالی نیولی دی.
د کرېکټ څارونکي احمد فرهاد فدايي اس بي اس پښتو ته ویلي، چې د افغان لوبډلې د ځواک تر ټولو مهم ټکی دا دی چې په پیل کې قوي او پر ځان باوري لوبغاړي لري.
نوموړي هېله ښودلې، چې افغان لوبډله به وکولای شي ددې سیالیو نورو پړاوونو ته هم لاره ومومي.
د کرېکټ یو بل څارونکی هم ورته نظر لري او وايي،که څه هم افغان لوبډله په دې وروستیو کې ښه نه ده ځلېدلې خو تمه ده چې په راون نړیوال جام کې ښه وځلیږې او بریالۍ پایلې ترلاسه کړي.
د نوولس کلونو د کم عمره کرېکټ نړیوال جام کې تر دې دمه اسټرالیا، انګلستان، پاکستان، هند، نیوزیلنډ او ویسټنډیز اتلولي ګټلې.
د تېر ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کې اسټرالیا په پایلوبه کې هند ته په ماتې ورکولو سره ددې جام اتلولي په خپل نوم کړې وه.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.




