د زده کړو نړیواله ورځ؛ افغان نجونې لاهم له خپل بنسټیز حق بې برخې دي

AFGHANISTAN-BRITAIN-UNREST-WATER

A group of Afghan schoolgirls wait for the beginning of a ceremony to mark the start of clean water resources supplies at their school, provided by The British-Afghan Women's Association, on the south-eastern outskirts of Kabul, on May 13, 2010. The United Nations said it was investigating the cause of an apparent illness among Afghan schoolgirls as the president ordered steps to combat what he said could be poisoned gas attacks. AFP PHOTO/Mauricio LIMA (Photo by MAURICIO LIMA / AFP) Source: AFP / MAURICIO LIMA/AFP

د جنورۍ ۲۴ مه د زده کړو نړیواله ورځ ده، چې هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د زده کړو د ارزښت د نمانځنې په موخه لمانځل کیږي.


خو دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال را رسیږي، چې لاهم میلیونونه نجونې په دغه هېواد کې له خپل بنسټیز حق، یعنې زده کړو بې برخې دي.
یو شمېر افغان نجونې وايي، د زده کړو نړیواله ورځ د دوی لپاره هېڅ معنا نه لري، ځکه په اوسنیو شرایطو کې ښوونځیو او نه هم پوهنتونونو ته د تګ اجازه لري..
اورځلا، چې یوه افغان زده کوونکې ده او له زده کړو محرومه شوې، اس بي اس پښتو ته وویل، دا ورځ ورته دیر بد احساس ورکوي.
د هغې په وینا، په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د زده کړو نړیواله ورځ لمانځل کیږي، افغان نجونې په خپلو کورونو کې ناستې دي او خپل راتلونکی تیاره ویني.
هغې زیاته کړه چې د زده کړو بندیز د هغې پر ژوند او راتلونکو هېلو ناوړه اغېز کړی او د زرګونو افغان نجونو ارمانونه يې له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
نوموړي وايي، له زده کړو محرومیت نه یوازې تعلیمي، بلکې ژورې روحي ستونزې هم رامنځته کړي دي او ډېری نجونې د ناامیدۍ احساس کوي.
هڅه مو وکړه چې د افغان نجونو ددغو اندېښنو او غوښتنو په اړه د طالب چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو خو له هڅو سره سره بریالي نشوو.
خو تر دې وړاندې بیا دې ډلې ویلي چې د نجونو د زده کړو مسله موقتي ده او د زده کړو د مناسب چاپېرال په رامنځته کولو او د افغانستان د اسلامي او دودیز قوانینو سره سم به بیا پرانیستل شي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر په میاشت کې د جنورۍ ۲۴مه د زده کړو د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله، چې موخه يې د نړیوالې سولې د ټینګښت او تلپاتې پراختیا په برخه ې د زده کړو پر بنسټیز رول ټینګار دی.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service