Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د افغانستان د متقاعدینو ټولنه: تقاعد د متقاعدینو تثبیت شوی حق دی او په اړه يې محکمې ته اړتیا نه ویني

Untitled design.png
Credit: MOF / public domain

د چارو یو شمېر شنونکي بیا د متقاعدینو د ورکړې لپاره د ځانګړې محکمې له جوړېدو هر کلي کوي او وايي، چې له دې سره به متقاعدین له خپل حق څخه برخمن شي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د چارو یو شمېر شنونکي بیا د متقاعدینو د ورکړې لپاره د ځانګړې محکمې له جوړېدو هر کلي کوي او وايي، چې له دې سره به متقاعدین له خپل حق څخه برخمن شي.


د طالبانو له بیا واک ته ترسېدلو وروسته په افغانستان کې متقاعدینو ته معاش نه دی ورکړل شوی.

که څه هم د افغانستان د متقاعدینو ټولنې په دغې مودې کې په پرلاپسې ډول د خپل تقاعد د ترلاسه کولو لپاره په کابل کې د طالبانو د مالیې وزارت مخې ته په لاریونونو او احتجاج لاس پوره کړی خو د طالبانو حکومت تر اوسه د تقاعد معاش نه دی ورکړی.

څو ورځې وړاندې د طالبانو مشرتابه ملا هبت الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره د دغو متقاعدینو د حقونو ورکړه د تقاعد یوې ځانګړې محکمې ته وسپارله.

د دې فرمان له مخې، د افغانستان ستره محکمه باید د متقاعدینو د حقونو د غوښتنو حل لپاره لاس په کار شي.

د افغانستان د متقاعدینو ټولنه که څه هم د طالبانو د مشرتابه پر دغه فرمان خوښي څرګندوني خو وايي، تقاعد د متقاعدینو تثبیت شوی حق دی او په اړه يې محکمې ته اړتیا نه ویني.

مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now