افغانستان کې د طالبانو واکمنیدو وروسته ایراني چارواکو په دې اړه د کابل په وړاندې له کوتڅنډنو سره مل شکایتونه کړي.
همدا راونه اوونۍ د ایران فارس خبري اژانس رپوټ ورکړ چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلفوني خبرو کې ګواښ وکړ که د هلمند اوبو کې د ایران د برخې مسله په جدیت سره حل نشي، دا چاره به د داوړو هېوادونو پر همکارۍ منفي اغېزه وکړي.
له دې مخکې ایراني رسنیو راپور ورکړی وه چې د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي خبرداری ورکړی چې هېواد يې د هلمند سیند کې له خپلې برخې اوبو نه تیریږي.
د هلمند د رود د اوبو په هکله د افغانستان او ایران ترمنځ د تړون له مخې ایران د هلمند د سیند څخه د ۸۲۰ میلیون متر مکعب په اندازه کلنۍ برخه لري.
خو د باران او د فصلونو په موسم کې دا کچه متفاوت کیدلای شي.
د ایران فارس خبرې اژانس د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر له قوله په خپل دې راپور کې لیکلي چې دوی د هلمند اوبو کې د ایران حق ته ژمن دي خو چې کافي اوبه وي نو هغه د ایران لوري ته پریږدي.
د چارو یو شمېر شنونکي دې مسلې ته په کتو وايي، افغان لوري ایران ته باید هغه مقدار اوبه ورکړي کوم چې د ۱۹۷۳ کال په هوکړه کې ذکر شوي دي.
دوی اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، د ایران او افغانستان ترمنځ د ۱۹۷۳ کال په هوکړه کې راغلي، هغه مهال به ایران ته اوبه ورکول کیږي چې د افغانستان له اړتیا زیاتې وې.
د چاروشنونکي زیاتوي، چې د افغانستان کاونډیو هېوادونو په تېره ایران ته پکار ده چې له افغانستان سره هر راز دیپلوماټیکي اړیکي د ملګرو ملتونو د منشور پر اساس وکړي نه دا چې د خپلو ملي منافعو پر بنسټ يې تر سره کړي.
پدې اړه تاسو ته بشپړ رپوت لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.



