افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې اوسنی فرصت په تیرو 18 کلونو کې بیساری ګڼي او وایي د جګړې د ختمولو لپاره به هڅې ګړندۍ کړي. ولسمشر غني د فساد پرضد د مبارزې په اړه ”د سولې پر لور حرکت، د حساب ورکولو لپاره فرصت“ تر عنوان لاندې د اروپایي ټولنې پنځم کلني کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه. هغه د جګړې د قېمت په اړه وویل چې د نړیوال بانک د راپور پر اساس، د غویي د اوومې له کودتا د بُن تر پروسې، افغانستان ۲۴۰ میلیارد ډالره زیان لیدلی او په تېرو ۱۸ کلونو کې هره ورځ د جګړې قېمت پرې کوي. تفصیل له ناجیې ساپۍ اورﺉ.
شریکول





