یوناما: وسله والو طالبانو په تېرو لسو مېاشتو کې د تېر نظام ۱۶۰ چارواکي وژلي دي

A member of the Taliban Fateh, a "special forces" unit, patrols on a vehicle at Massoud square in Kabul on September 8, 2021. (Photo by Aamir QURESHI / AFP) (Photo by AAMIR QURESHI/AFP via Getty Images)

A member of the Taliban Fateh, a "special forces" unit, patrols on a vehicle at Massoud square in Kabul on September 8, 2021. Source: AAMIR QURESHI/AFP via Getty Images

د افغانستان د تيرې يوې اونۍ مهمې پيښې.


مهم ټکي


 

تېره اوونۍ رسنیو راپور ورکړ چې ټاکل شوې د امریکا د کانګریس د استازو جرګه هغه طرحه تصویب کړي چې له مخې به يې ددغه هېواد دفاع وزارت یا پنټاګون افغانستان ته د هر ډول مرستې ورکولو منع کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان یو ناکام دولت کرځېدلی شي، او که داسې وشي نو د امریکا او نړۍ لپاره به يې پایلې ښې نه وي.

د ملګرو ملتونو یو نوی راپور چې د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ خپور شوو وښوده چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ژوندی دی او له طالبانو سره اړیکې لري.

د میټا ټولنیزه شبکه چې، فیسبوک او انستاګرام يې برخې دي. تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د ملي راډیو تلویزیون فیسبوک او انستاګرام پاڼو حسابونه وتړل.

د دغې شبکې مسولانو له امریکا غږ سره په کې د دې کار لاامل ددغو پاڼو له لوري د دوی د تګلارې خلاف محتوا خپرول ښودلي.

د میټا ټولنیزه شبکې ویلي، چې د یو شمېر سیمه ایزو او نړیوالو متخصصانو سره يې په دې اړه له مشورو وروسته توافق وکړ چې دا پاڼې تاوتریخوالي ته د دعوت او د مخالفونو د سر پرې کولو، له بشري حقونو څخه د سرغړونې او د ښځو او نورو په ضد د ځپونکیو پالیسو د توجیه کولو په ګډون د خطرناکې محتوا په خپرولو کې دخیلې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما اوونۍ په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه تېره په خپل وروستي راپور کې وویل چې وسله والو طالبانو په تېرو لسو مېاشتو کې د پخواني حکومت لږ تر لږ ۱۶۰ چارواکي وژلي.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now