د اسټرالیا په ملبورن، برزبن او اډېلېډ ښارونو کې د مېشتو افغانانو لخوا د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کالیزه ونمانځل شوه. په ملبورن کې د افغان ځوانانو د ټولنې مشر، ډاکټر عجب نور صمیم، د کوینزلنډ د افغانانو د ټولنې مشرې، صهبا هوتک او د اډېلېډ ښار اوسېدونکي، عزیز الله پیغام په دغو ښارونو کې د ترسره شویو مراسمو په اړه له اس بي اس پښتو سره معلومات شریک کړي تاسو کولی شئ دلته یې واورئ.
شاوخوا ۱۰۷ کاله وړاندې، د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په ۱۹مه، امان الله خان له بریټانیا څخه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه.
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له خوا نمانځل کېږي.
د اسټرالیا له نیوکاسل او سېډني ښارونو وروسته، د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه د دغه هېواد په ملبورن، برزبن او اډېلېډ ښارونو کې هم ونمانځل شوه.
په ملبورن ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ نمانځغونډه د یکشنبې په ماښام د افغان ځوانانو، د افغان اسټرالیا د بشردوستانو ټولنې او یو شمېر نورو افغاني ټولنو په ملاتړ جوړه شوې وه.
د افغان ځوانانو د ټولنې مشر، ډاکټر عجب نور صمیم وايي چې د نمانځغونډې په مراسمو کې د ملبورن مېشتو افغانانو ترڅنګ، دولتي چارواکو، د پارلمان غړو او د یو شمېر بنسټونو استازو هم ګډون کړی و.
هغه وايي: "دغه پرتمینه او شانداره غونډه د قران کریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه. د افغانستان د تاریخ او د خپلواکۍ د ګټلو په اړه لنډې ویناوې وشوې او ګډونوالو ته اړوند معلومات وړاندې شول."

د کوینزلنډ د افغانانو د ټولنې مشره، صهبا هوتک وايي چې په دغه ایالت کې سږکال د لومړي ځل لپاره د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه، چې په دغو مراسمو کې د کوینزلنډ مېشتو افغانانو ترڅنګ، د نیو ساوت ویلز ایالت یو شمېر افغانانو هم ګډون کړی و.
هغه وايي چې دغه نمانځغونډه د بهرنیانو لپاره یو فرصت و، څو د افغانستان د خپلواکۍ د تاریخ په اړه معلومات ترلاسه کړي. همدارنګه، نوي نسل ته هم ښه موقع برابره شوه چې راشي او له مشرانو څخه واوري چې د افغانستان په تاریخ کې خپلواکي څه اهمیت لري.

په اډېلېډ ښار کې مېشت افغان، عزیزالله پیغام، اس بي اس پښتو ته ویلي چې په دغه ښار کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کالیزې په مناسبت مراسم ترسره شوي دي. هغه وايي چې په دغو مراسمو کې د بېلابېلو قومونو او ټولنو استازو ګډون کړی و او ویناوالو د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په لاره کې د شویو قربانیو ستاینه کړې ده.
هغه زیاتوي چې په دغه نمانځغونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې وشوې او په افغانستان کې د ښځو د اوسني حالت په اړه اندېښنې هم څرګندې شوې.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





