زهره ارکستړ ډلې سره د اسټراليايي هنرمندانو لومړنۍ کنسرټ ملبورن ښار کې د شاخوا ۱۵۰۰ مينه والو ته او دويم کنسرټ يې د اسټراليا او نړۍ نامتو ودانۍ سيدني اوپرا هاوس کې وړاندې کړل.
د افغانستان موسيقی ملي انستيتيوت مشر ډاکټر ناصر احمد سرمست کوي کوم چې د زهره ارکسټر ډلې مشري په غاړه لري.
ډاکټر سرمست اسټراليا کې خپلې لوړې زده کړې کړي او ښاغلی په کال ۲۰۱۰ کې افغانستان ته بيرته ستون شو ترڅو افغانستان کې د موسيقی صنعت بيرته ژوندی کړي
د زهره کنسرټونه اسټراليا کې د افغانستان سفارت په نوښت د استراليا او افغانستان ديپلوماتيکو اړيکو ۵۰ کليزې لمانځلو په وياړ پر مخ واچول شول او يادو کنسرټونو کې د افغانانو په ګډون ګنو اسټراليايي ديپلوماتانو، دولتي چارواکو، د پارلمان غړو او عامو اسټراليايانو برخه اخيسته وه.

Members of the Zohra orchestra at rehearsal. Source: SBS news
اس بي اس پښتو خپرونې له اس بي اس ټلويزيون سره په ګډه د زهرې ارکسټر د اسټراليا سفر ته ځانګړې پوښښ ورکړ او يو لړ راډيويي او ټولويزيوني رپوټونه يې خپاره کړل.
تاسو ته مو د ياد هنري سفر ارزښت او د زهره ارکسټر رامينځته کيدو تاريخچې ته کتنه کړې او بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.