د اسټراليا ويکټوريا ايالت چې د زرګونو افغانانو کور دی په اړه يې په زړه پوري معلومات له تاسو سره شريکوو.
د اسټرالیا ویکټوریا ایالت د بېلابېلو کلتورونو د خلکو ګډ کور دی له همدې امله په دغه ایالت کې اوسیدونکي په بېلابېلو ژبو خبرې کوي.
د اسټرالیا د احصایې ادارې امار ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې د ویکټوریا ایالت ۷۲ سلنه اوسیدونکو په کورونو کې په انګلیسي ژبې خبرې کولې، له انګلیسي وروسته ۳ سلنه په منډرین ، ۲ سلنه په ایټالیوي، ۱ اشاریه ۷ سلنه په ویتنامي او ۱ اعشاریه ۱ سلنه په عربي ژبو خبرې کولې.
د ویکټوریا ایالت د ۴۸ سلنه اوسیدونکو دین عیسویت دی، ۳۲ سلنه هېڅ دین نه لري او پاتې نور اوسیدونکي د نوور دینونو لارویان دي لکه ، اسلام ، هندویزم او سکیزم.
په ویکټوریا ایالت کې شاوخوا ۲۰۰ زره مسلمانان ژوند کوي او په وروستیو کلونو کې په دغه ایالت کې د مسلمانانو په نفوس کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
په ویکټوریا ایالت کې د نورو کلتورونو د خلکو ترڅنګ زرګونه افغانان هم ژوند کوي.
د اسټرالیا د احصایې ادارې امار ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې ترټولو زیات افغانان په ویکټوریا ایالت کې اوسیدل چې شمېر یې ۱۸ زره کسانو ته رسیده.
په ویکټوریا ایالت کې افغانان د عبادت ځایونه هم لري ټاکل شوې ترڅو په راتلونکې کې د افغانانو تر ټولو لوی جومات هم په ویکټوریا ایالت کې جوړ شي.
دا او نور ډير معلومات په رپوټ کې واورئ.





