Fardin Waezi@UNAMA Source: Fardin Waezi@UNAMAافغانستان ته د بې کيفيته درملو واردول ډير خلک انديښمن کړي او له حکومت څخه غواړي چې ددې قاچاق مخه دې ونيسي.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د مارکيټ ۴۸ سلنه درمل بې کیفیته دي چې ددې کنټرول خپل مسولیت نه ګڼي. د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مجروح وایي چې په هېواد کې ناامني ، له ګاونډیو هېوادونو سره ستونزې، اداري فساد، د مافیایي کړیو شتون د بې کفیته درملو زیاتوالي سبب شوی. مجروح زیاتوي چې اوس مهال د هېواد په مارکيټ کې ۴۸ سلنه درمل بې کیفته دي چې کنټرول یې خپل مسولیت نه ګڼي. افغانسان په کور دننه د درملو جوړولو لازمې کارخونې نه لري چې اوس مهال د هېواد ۳۰ سلنه درمل له پاکستان ، ۲۰ سلنه درمل له هندوستان ، ۱۰ سلنه له ایرانه او ۱۰ سلنه یې له ترکیې هیوادونو څخه را واریدیږي.زمونږ همکار عبدالروف ځاځی رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.
خپور شوی په
اپډیټ شوی په
By Abdullah Alikhil, Abdul Rauf Zazai
سرچینه: SBS
Skip to podcast episode contentShare this with family and friends
افغانستان ته د بې کيفيته درملو واردول ډير خلک انديښمن کړي او له حکومت څخه غواړي چې ددې قاچاق مخه دې ونيسي.د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د مارکيټ ۴۸ سلنه درمل بې کیفیته دي چې ددې کنټرول خپل مسولیت نه ګڼي. د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مجروح وایي چې په هېواد کې ناامني ، له ګاونډیو هېوادونو سره ستونزې، اداري فساد، د مافیایي کړیو شتون د بې کفیته درملو زیاتوالي سبب شوی. مجروح زیاتوي چې اوس مهال د هېواد په مارکيټ کې ۴۸ سلنه درمل بې کیفته دي چې کنټرول یې خپل مسولیت نه ګڼي. افغانسان په کور دننه د درملو جوړولو لازمې کارخونې نه لري چې اوس مهال د هېواد ۳۰ سلنه درمل له پاکستان ، ۲۰ سلنه درمل له هندوستان ، ۱۰ سلنه له ایرانه او ۱۰ سلنه یې له ترکیې هیوادونو څخه را واریدیږي.زمونږ همکار عبدالروف ځاځی رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.