افغانستان کې د امنیتي پېښو داوم، کابل اوسيدونکي وايي طالبان د امنیت د ټینګښت په برخه کې پاتې راغلي

Latest reports from Afghanistan

Latest reports from Afghanistan Source: AAP

د افغانستان په پلازمینه کابل ښار او یو شمېر ولایتونو کې ورځ تر بلې زیاتېدونکو امنیتي پیښو او چاودنو اندیښنې راپارولي دي. په تېره یو مېاشت کې کابل ښار د پرلاپسي چاودنو شاهد وه.


ددغو چاودنو وروستۍ هغه يې د سپټمبر ۳۰ مه د جمعې په ورځ د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې په کاج ښوونیز مرکز کې هغه مهال وشوه چېرته چې لسګونه انجونې او هلکان د کانکور ازمایښتي ازموینې لپاره راټول شوي ول.

دغه چاودنه چې د ځانمرګي بریدګر په وسېله وشوه د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د معلوماتو پر اساس له امله يې ۳۵ تنه مړه او له ۸۰ زیات کسان پکې ټپیان شول.

دا په تېره سپتمبر میاشت کې پلازمینه کابل کې دریمه لویه چاودنه وه چې له امله يې ملکي وکړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

تر دې وړاندې د سپتمبر په ۲۲ مه د کابل ښار وزیر اکبرخان سیمه کې او پر پنځمه نېټه بیا د روسیې سفارت ته څېرمه چاودنې شوې وي چې له امله يې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي وه.

وروستیو چاودنو او ورځ تر بلې زیاتېدونکو امنیتي پېښو کابل میشتي ښاریان اندېښمن کړي او د طالبانو حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې په کمزورۍ تورنوي.

دوی وايي، اوس هم په دغه ښار سکون نشته او د چادونو او ناامنیو له امله دوی په وېره کې ژوند کوي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، د دې ډلې یوه لویه دعوه دا وه چې افغانستان يې بشپړه امنیت راوستی، هغه ادعا چې د خلکو په باور اوس ننګول شوې.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې جوماتونه، ښوونځي، ښوونیز مرکزونه او نور عامه ځایونه په نښه شوي او ملکي وکړو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د دې ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې بیا د طالبانو او د دوی د مخالفو وسله والو ډلو په تېره مقاومت جبهې ترمنځ نښتي شوي چې داوړو لوریو په کې یوه او بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې هم کړي.

همدې موضوع ته په کتو افغانان وايي، راونه ناامني او چاودنې ښيي چې طالبانو دا ادعا سمه نه ده چې کڼي ټول افغانستان کې بشپړه امنیت راغلی.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر افغان شنونکي وايي، په افغانستان کې د وروستیو ناامنیو ترشاه د سیمې د استخباراتو او په افغانستان کې دننه د طالبانو لاس دی.

دوی وویل، طالبان باید د افغانستان د اوسني بحران د حل لپاره اساسي فکر وکړي او د راون ناوړه امنیتي وضعیت مخ دې ونیسي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د سرپرست حکومت د امنیتي چارواکو نظر هم له ځانه سره ولرو خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د اس بي اس راډیو پوښتنتو ته ځواب ورنکړ.

خو د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې پر جوماتونو، ښوونیز مرکزونو او نورو عامه ځایونو وروستي بریدونه د افغان ولس د دښمنانو له خوا دسیسه وباله.

په کابل ښار کې د وروستیو دوه چاودنو پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیستې خو په تېره کې د ورته بریدونه پړه داعش نومې وسله والې ډلې منلې.

لا نور ډير معلومات په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now