د اسټراليا دوه لويو ښارونو هر يو ملبورن او سيدني کې کرونا ويروس له امله بنديزونه پر خپل ځای دي او اوسيدونکي نشي کولی پرته له ضروري کارونو له کوره بهر شي.
بله خوا د اسټراليا جنوبي ايالت کې چې ګ شمير نوي راغلي افغان کډوال ميشت شوي، ګڼ شمير ټولنو د هغوی ميشتيدنه کې مرسته کړې او هم يې افغانستان کې بې وزلو کسانو سره مرستې لپاره مرستې راټولې کړي.
د تيرې شنبې په ورځ اډيليډ ښار کې د افغان اسټراليايي ټولنې (Afghan Austrlaian Women Association ) په نوښت د مرستو راټولولو يو پروګرام جوړ او له ۱۵۰ زرو ډالرو ډيرې مرستې راټولې کړې.
جنوبي ايالت کې ميشت منصور هاشمې چې يو له فعاله افغانانو څخه دی اس بي پښتو خپرونې سره مرکې دوران کې وويل، پدې وروستيو کې د افغانستان حالت بدليدو په رڼا کې ګڼ شمير ټولنو فعاليت ډير کړی او افغانانو او افغانستان لپار کار کوي.
ياد ايالت کې د نوو راغلو افغان کډوالو ستونزې او همدارنګه په افغانستان کې بې وزلو افغانانو سره مرستې پروګرامونو په اړه مو له ښاغلي هاشمي سره مرکه کړې چې لا ډير معلومات بشپړ مرکه کې اوريدلی شئ.




